اسلام آباد28 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير او د مسلم ليګ(ن)صوبائي صدر امير مقام په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا موجوده سياسي٬معاشي او امن او امان په صورتح??ل د خيالاتو څرګندونه شوی۔په ملاقات كښې دواړو لارښودو كرم ضلع كښې په اوسنو افسوس ناكو پیښو كښې د قيمتي ځانونو په زيان اود ناامنۍ په صورتح??ل د غم دړد او تشويش څرګندونه وشوه ۔د ملاقات په مهال په صوبه كښې د امن او امان راوستلو لپاره د ټولو سياسي ګوندونو په حكمت عملۍ اختيارولو اتفاق وشو۔ګورنر د مسلم ليګ(ن) صوبائي صدر له په ګورنر هاؤس كښې كل جماعتي كنفرنس كښې د ګډون بلنه هم وركړه ۔ده وفاقي حكومت ??خه هم په صوبه كښې د ترهه ګ??ۍ خاتمې لپاره د سنجيده او د عمل وړ اقداماتو پورته كولو په ضرورت زور راوړو۔
Nguồn bài viết : Live22 Điện Tử